ټاس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو او تفاهم د دوام غوښتنه کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي، دواړو وزیرانو ټینګار کړی چې کابل او اسلاماباد دې خپل اختلافات د سیاسي او دیپلوماټیکو لارو له مخې، د سیمې د ثبات او امنیت په ګټه حل کړي.
اعلامیه زیاتوي، لاوروف او عراقچي د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند او د سرحدي نښتو د بندېدو پر تړون هم هرکلی کړی دی.

