د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په هرات ولایت کې یې نږدې ۵۰ ټنه نشهيي توکي سوځولي دي.
د یاد وزارت په وینا، په دې سوځولو کې تریاک، هیروین، شیشه، چرس، نشهيي ټابلیټونه، زرګونه لیټره الکولي مشروبات او لسګونه زره کیلوګرامه اړوند کیمیاوي مواد شامل وو.
وزارت د دې توکو په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرایمو څار اداره وايي، سږکال د کوکنارو کر شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشهيي توکو په ځانګړي ډول د مېتامفټامین (شیشه) تولید او قاچاق په چټکۍ زیات شوی دی.

