دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:د بولدک او وېش بریدونه د استانبول د هوکړې ښکاره سرغړونه...

زلمی خلیلزاد:د بولدک او وېش بریدونه د استانبول د هوکړې ښکاره سرغړونه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په داسې حال کې چې د قطر او ترکیې استازي په استانبول کې له افغان او پاکستاني پلاویو سره جلا جلا لیدنې ترسره کوي، په کندهار کې د بولدک او وېش په سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

خلیلزاد ویلي، که دا راپورونه سم وي؛ نو دا د څو ورځو مخکې د شوې هوکړې ښکاره سرغړونه ده او هغه اعتماد کمزوری کوي چې د یوې پایدارې موافقې لپاره ضروري دی.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید د نننیو بریدونو په اړه روښانه وضاحت وړاندې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here