ټاکل شوې، چې سبا د کابل او اسلام اباد ترمنځ په استانبول کې درېیم پړاو مذاکرات پیل شي، چې د ناکامېدو په صورت کې یې پر یو بل د بریدونو احتمال زیات دی.
پاکستان ویلي وو، چې که کابل ټيټيپي مهار نه کړي؛ نو دوی به خپل بریدونه پیل کړي؛ خو د طالبانو حکومت بیا ګواښ کړی و، چې دوی به دا ځل اسلام اباد په نښه کړي.
دا مذاکرات د دواړو لوریو د استخباراتي مشرانو په مشرۍ سبا پیل کېږي.
پاکستان بیا د مذاکراتو په درشل کې د طالبانو حکومت هغه ادعا هم رد کړې، چې ګواکې اسلام اباد د امریکا الوتکو ته د افغانستان د هوايي حریم د نقض لپاره خپله فضا په واک کې ورکړې.

