یو شمېر باوري سرچینې وایي چې د طالبانو حکومت لوړپوړی پلاوی د استخباراتو د رییس، عبدالحق وثیق په مشرۍ ترکیې ته تللی دی څو له پاکستاني لوري سره په ټاکل شویو مذاکراتو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې دا خبرې سبا پنجشنبه په استانبول کې ترسره شي.
د معلوماتو له مخې، په پلاوي کې د طالبانو حکومت مهم غړی انس حقاني، د قطر د سفارت سرپرست، سهیل شاهین، د کورنیو چارو وزارت معین، رحمت الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم شامل دي.
د دواړو لورو تر منځ دا خبرې اترې د اړیکو د روښانتیا او د شخړو د کمولو په موخه ترسره کېږي.

