دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستاناندریکا راتوت:نړۍواله ټولنه دې د ۹۰۰کلن جام منار د ژغورلو لپاره بېړنی...

اندریکا راتوت:نړۍواله ټولنه دې د ۹۰۰کلن جام منار د ژغورلو لپاره بېړنی اقدام وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتوت د غور ولایت د نږدې ۹۰۰ کلن جام منار لیدنه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د دې تاریخي میراث د ژغورنې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

نوموړي ویلي، چې جام منار د افغانستان او نړۍ دواړو ګډ فرهنګي ارزښت دی او باید له له‌منځه تلو وژغورل شي.

جام منار چې د ۱۲مې پېړۍ یادګار او د اسلامي معمارۍ مهمه بېلګه ده، له ۲۰۰۲ کال راهیسې د یونسکو په نړۍوال میراث کې شامل دی او د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here