د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو د مرکز مشر هاتف مختار نیوکه کړې چې طالبان په افغان ملتپالنې باور نه لري او په حساسو مسایلو کې د ملت له احساساتو ګټه اخلي.
هغه په خپله ایکس پاڼې لیکلي:«طالبان باید په بیړنی ډول د افغانانو سره سوله وکړي، ملي یوالی رامنځته کړي او د خلکو په ارادۍنظام جوړ کړي.»
هاتف مختار لیکلي که طالبان یاد اقدامات نشي کولای نو دوی هیڅکله د ملت استازیتوب نشي کولای.

