د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري وايي چې د طالبانو له لوري د امنیتي همکاریو لپاره وړاندې شوي شرطونه هېڅ اهمیت نه لري او اسلاماباد یوازې د ترهګرۍ پر لهمنځه وړلو تمرکز کوي.
هغه د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې باید د ټيټيپي او نورو ډلو فعالیتونه مهار کړي او هغه بریدګر چې افغانستان ته تښتېدلي پاکستان ته وسپاري.
چوهدري ادعا کړې چې د طالبانو حکومت ځینې کسان د پاکستان پر ضد بریدونو کې ښکېل دي او د نشهيي توکو کارونو له لارې وسلهوالو ته لوی عاید ترلاسه کېږي.
هغه ویلي چې که څه هم د قطر او ترکیې په منځګړیتوب لنډمهاله اوربند شوی، خو پاکستان د طالبانو پر تعهد شک لري او پوځي عملیات به روان وي.

