په کابل کې د جاپان سفیر کنییچي ماساموتو د هېواد په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د جاپان سفارت د سفیر له قوله وايي چې د مړو لپاره دعا کوي او کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کوي.
سفارت وایي جاپان له زیانمنو سره د مرستې لپاره چمتو دی.
همدارنګه په کابل کې د ایران سفارت هم د شمال د مرګونې زلزلې د اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ایران په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له ارزونو وروسته به اړینې مرستې وړاندې کړي.

