پاکستان له دوه اوونیو راهیسې یو ځل بیا د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوایي بریدونه ترسره کړي.
په تازه پېښه کې یې نن سهار وختي شاوخوا درې بجې د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند په ګرمسې ولسوالۍ صفار سیمه کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي.
په کونړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او درې ټپیان شوي دي.
او په هلمند کې د یوې کورنۍ څلور غړي چې یوه ښځه او درې ماشومان دي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
دا له یوې میاشتې په کمه موده کې د پاکستان درېیم ځل هوایي بریدونه دي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کوي.
د سېپټمبر په ۲۴مه یې د کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي وو چې څلور ملکي وګړي په کې وژل شوي وو.
او د سېپټمبر په ۲۱مه د افغانستان پر کنړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي چې په کنړ کې د دغو بریدونو له امله یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي وو خو په پکتیکا کې یې ځاني زیان نه درلود.
د طالبانو حکومت د خپرو شویو رسمي شمېرو له مخې په ټوله کې د سېپټمبر له ۲۱مې راهیسې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د دغو بریدونو تکرار او د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو مرګژوبلې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه د افغانانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

