د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد د کنړ د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار پر سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
هغه ویلي، د افغانستان پر خاوره د بمونو غورځول یوازې یوه پوځي پېښه نه، بلکې د یوه خپلواک هېواد د ملي حاکمیت او امنیت پر وړاندې ښکاره تېری دی.
د افغان ملت ګوند مشر ټینګار کړی چې که پاکستان له امنیتي ستونزو سره مخ وي، د دغو ستونزو حل باید د افغانستان په کلیو، کورونو او د افغان کورنیو په وینو کې ونه لټول شي.
نوموړي زیاته کړې، امنیتي اندېښنې د بل هېواد د حاکمیت د نقض او هوايي بریدونو لپاره جواز نه شي کېدای.
شیرزاد له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان پر خاوره د وروستیو هوايي بریدونو په اړه خپلواک او بېطرفه حقیقتموندونکی بهیر رامنځته کړي.
هغه همداراز ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د پوځي اقداماتو پر ځای د خبرو، متقابل احترام او د دولتونو د حاکمیت د اصولو له مخې حل شي.

