پنجشنبه, اکتوبر 1, 2026
Homeافغانستاننصیر احمد فایق: افغان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو د...

نصیر احمد فایق: افغان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو د کړکېچ بیه ورنه کړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د کنړ او هلمند پر سیمو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.

فایق ویلي، د یوناما د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، وژل شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر سر د شخړې بیه ورنه کړي.

فایق ویلي، له ترهګرۍ سره اغېزناکه او دوامداره مبارزه په افغانستان کې مشروع، ټولشموله او ځواب‌ویونکی حکومت غواړي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ملکي وګړو د زیانمنولو یا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د نقض لپاره توجیه نه شي کېدای.

نوموړي د پولې پورې غاړې د نښتو د سمدستي درولو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوال قانون د بشپړ رعایت غوښتنه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here