پنجشنبه, اکتوبر 1, 2026
Homeافغانستانعمار یاسر: «نه د حکومت غږ پورته کیږي؛ نه د رعیت»

عمار یاسر: «نه د حکومت غږ پورته کیږي؛ نه د رعیت»

د طالبانو د یوه پخواني لوړپوړي غړي ملا محمد یاسر زوی عمار یاسر پر ملکي وګړو د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون کې د ولس او د طالبانو حکومت پر چوپتیا نیوکه کړې ده.

هغه په یوه ټویټ کې چې ظاهراً ښایي شېخ ملا هبت الله یې خطاب کړی، لیکلي: «لکه چې په وهلو خوړلو عادت شو؛ نه د حکومت غږ پورته کېږي، نه د رعیت. ښه تربیت دې راکړو، مننه مشره.»

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونو په اړه پرته له ویاندویانو د طالبانو حکومت کابیني او لوړ پوړو چارواکو چوپتیا اختیار کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here