د طالبانو د حکومت اړوند «المرصاد» رسنۍ د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان پوځ د ایالتونو د اوسني حکومت د واکونو د کمولو او په پای کې د هغه د بدلولو لپاره پر یوه تدریجي پلان کار کوي.
د راپور له مخې، پلان دا دی چې لومړی په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت خراب شي، وروسته د بېړني حالت له اعلان سره اجرایي واکونه پوځ ته ولېږدول شي او په پای کې د ایالتي حکومت مشري یوه اوسني یا پخواني پوځي جنرال ته وسپارل شي.
سرچینو ادعا کړې چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر او د کورنیو چارو د دولت وزیر وروستۍ ګډه خبري غونډه هم د دې پلان برخه وه، څو د خیبر پښتونخوا د حکومت پر وړاندې عامه افکار بدل شي.
راپور همداراز ادعا کوي چې پوځ او فدرالي حکومت د خیبر پښتونخوا له یو شمېر سیاسي څېرو سره د حکومت پر ضد د عامه کمپاین لپاره ملاتړ او امکانات شریکوي.
خیبر پښتونخوا دا مهال د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند تر واک لاندې ده.

