پنجشنبه, اکتوبر 1, 2026
Homeافغانستاند پاکستان هوایي بریدونو ته د کرزي غبرګون؛ «افعانان به په ګډه...

د پاکستان هوایي بریدونو ته د کرزي غبرګون؛ «افعانان به په ګډه د بهرني تیري پر وړاندې له خپلې خاورې دفاع وکړي»

پخواني ولسمشر حامد کرزي په کنړ او هلمند ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو د پاکستان هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د افغانستان پر حریم تېری او د هېواد د ملي حاکمیت نقض بللی دی.

کرزي ویلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

نوموړي له قرباني شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه ویلي، افغانان به د بهرني تېري پر وړاندې په ګډه له خپل هېواد دفاع کوي او له پاکستاني مشرانو یې غوښتي چې د ښځو او ماشومانو د وژلو پر ځای خپلې «جګړه‌مارې او دښمنانه» پالیسۍ بیا وارزوي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب پر بنسټ تعامل وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here