د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې یو ځل بیا د څو ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او ټینګار یې کړی چې د بېګناه افغانانو وژل باید ودرول شي.

