په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې نن د کنړ او هلمند ولایتونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي، او ۹ نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي، ملکي وګړي لا هم د پولې پورې غاړې د نښتو له امله زیانمنېږي.
دغه سازمان یو ځل بیا د کړکېچ د کمولو، د خبرو اترو، د نړیوال قانون د درناوي او د ملکي وګړو د لا زیان د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار وختي پاکستاني پوځ یو ځل بیا په هلمند او کنړ ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی.
د پاکستاني پوځ پرلپسې بریدونو په افغانستان دننه او بهر پراخ توند غبرګونونه راپارولي.

