د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، د اسلامي هېواد له پولو او خاوره دفاع «فرض عین» ده، خو د نوموړي په وینا، د دې دفاع لپاره یوازې د سر قرباني کافي نه ده.
ضعیف په یوه پیغام کې ویلي، د هېواد دفاع علم، ټکنالوژۍ او لازمو امکاناتو ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کړی چې د دفاع لپاره باید له لګښتونو او معاشونو سپما وشي او د دفاعي امکاناتو د برابرولو لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
نوموړي ویلي، یوازې عذر کول او د بریدونو غندل نه د دفاع له فرضیت د خلکو ذمه خلاصوي او نه د «قسم خوړلي دښمن» سترګې سوځوي.

