جمعه, اکتوبر 9, 2026
Homeکورپاڼهشهباز شریف: هیله لرو د سولې لپاره د ټرمپ هڅې د نوبل...

شهباز شریف: هیله لرو د سولې لپاره د ټرمپ هڅې د نوبل جایزې ته په پام کې ونیول شي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي اسیا د سولې په ټینګښت کې تاریخي رول لوبولی او د هغه مداخلې د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند په رامنځته کېدو کې مرسته کړې ده.

شریف په اېکس کې لیکلي، پاکستان مخکې هم د ټرمپ د ونډې د ستاینې لپاره نوموړی د نوبل د سولې جایزې ته نوماند کړی و او هیله لري چې د سیمې د سولې او د شخړو د مخنیوي لپاره د هغه هڅې دا ځل هم په پام کې شي.

هغه زیاته کړې، د ټرمپ په منځګړیتوب د هند او پاکستان رامنځته شوی اوربند لا هم پر خپل ځای دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here