د هند د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي اېشن کېشن ویلي، د افغان لوبغاړو په اړه له بسم الله ویلو یې اغېزمن یم.
کېشن تېره شپه د افغان کرکټ بورډ له لوري د ځانګړې ماښامنۍ پروګرام کې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د افغان لوبغاړو په اړه له څه ډېر اغېزمن دی وویل: «په لومړي سر کې د بسمالله الرحمن الرحیم له ویلو نه.»
نوموړي همداراز ویلي، له افغان لوبغاړو سره لوبه کول تل خوندور وي، ځکه موږ ډېر کسان په IPL کې یوځای لوبېدلي یو او موږ پوهېږو چې دوی څومره ښه انسانان دي. تل له دوی یو څه زده کیدی شي.
اېشن کېشن وایي، په آی پي اېل کې یې د توپ وهنې په برخه کې له محمد نبي ډېر څه زده کړي.
کېشن زیاته کړې: «زه ممبای انډینز کې له نبي ورور سره لوبېدلی یم او هغه زما د توپ وهنې په تمرینونو کې ډېره مرسته راسره کړې. هغه به ډېر ځله د پلان جوړونې او ستراتیژۍ په اړه خبرې کولې، په ځانګړې توګه کله چې بېلابېلو توپ اچوونکو سره مخامخ کېدو.»
د هند ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي همداراز د افغان لوبډلې په اړه ویلي چې تر ټولو اغېزناکه ځانګړتیا یې لېوالتیا او عزم دی. د نوموړي په وینا، هر وخت چې موږ له دوی سره لوبه کوو، تاسو لیدلی شئ چې دوی څومره د ویکټ اخیستلو او په لوړه کچه سیالۍ کولو ته لیواله دي.

