امریکا د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره ویزه نه ده ورکړې.
د راپورونو له مخې، دا پرلهپسې دویم کال دی چې عباس نیویارک ته د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې لپاره له سفره پاتې کېږي.
تېر کال نوموړي د غړو هېوادونو له اجازې وروسته خپله وینا په انلاین ډول وړاندې کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې د فلسطیني ادارې او د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) د ځینو چارواکو پر ویزو محدودیتونه غځوي.
واشنګټن وايي، د دې پرېکړې لامل د اصلاحاتو د نه پلي کېدو او د سولې د هڅو د زیانمنېدو اندېښنې دي.

