پنجشنبه, سپتمبر 17, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د خاتم‌النبیین پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ

د طالبانو حکومت د خاتم‌النبیین پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د کابل د خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون او په غزني کې د دغه پوهنتون د څانګې د فعالیت جواز لغوه کړی دی.

د دغه وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي ویلي، د جواز د لغوه کېدو لامل د وزارت د پالیسۍ نه پلي کول او د اسلامي ارزښتونو سپکاوی بلل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د خاتم‌النبیین پوهنتون اوسني محصلین به د بشپړو شویو سمسترونو له ارزونې وروسته، له ځانګړي تخفیف سره نورو خصوصي پوهنتونونو ته ولېږدول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here