د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال منشي حمد خمیس الکبیسي کابل ته رسېدلي او د طالبانو د حکومت له ځینو چارواکو سره یې لیدلي دي.
د راپورونو له مخې، دغه دواړه چارواکي به کندهار ته هم ولاړ شي او د طالبانو له مشر سره به وګوري، خو د سفر او لیدنو نور جزیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
ترکیه او قطر د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلون وروسته یې له طالبانو سره اړیکې ساتلې دي او مخکې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ځینو موضوعاتو کې د منځګړیتوب هڅې هم کړې دي.

