امریکايي سناتور کریس وان هولن ویلي، هڅه به وکړي چې اسراییلو ته د ټرمپ د ادارې له خوا د وړاندیز شوې ۲.۸ میلیارد ډالرو وسلو بسته ورنه کړل شي.
وان هولن پر ایکس لیکلي چې دغه وسلې د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو برابرېږي او داسې حکومت ته لېږل کېږي چې په وینا یې مشري یې «د یوه مطلوب جنګي مجرم» له خوا کېږي.
هغه د غزې روان وضعیت ته په اشاره پوښتنه کړې چې ولې امریکايي مالیه ورکوونکي د دغو پوځي اقداماتو لګښت ورکوي او ویلي یې دي چې قانون جوړونکي به د دې وسلو د معاملې د مخنیوي لپاره کار وکړي.

