د امریکا حکومت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې سعودي عربستان ته د سفر په اړه بیا غور وکړي، ځکه دغه هېواد د ایران د ډرونونو او توغندیزو بریدونو، وسلهوالو شخړو، ترهګرۍ او د ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو په تړاو د ځايي قوانینو له امله له امنیتي خطرونو سره مخ دی.
سعودي کې د امریکا سفارت په تازه خبرداري کې ویلي، ایران پر سعودي عربستان د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي چې ښارونه، هوايي ډګرونه، پوځي اډې، ډیپلوماټیک مرکزونه او د انرژۍ تاسیسات یې په نښه کړي دي.
په خبرداري کې راغلي چې د ایران له ملاتړ برخمنو حوثي وسلهوالو هم پر سعودي عربستان د بیا برید ګواښ کړی دی.
امریکا خپلو وګړو ته په ځانګړې توګه د یمن پولې ته د نه سفر سپارښتنه کړې او دغه سیمه یې د سفر له پلوه خطرناکه بللې ده.
سعودي کې د امریکا سفارت همداراز خبرداری ورکړی چې سعودي چارواکي ښايي د ټولنیزو رسنیو هغه فعالیتونه د قانون خلاف وبولي چې د حکومت یا د دغه هېواد د مشرانو پر وړاندې انتقادي وي.
د سفارت په وینا، ځینې امریکايي وګړي د خپلو پخوانیو ټولنیزو رسنیزو فعالیتونو له امله نیول شوي او ځینې قضیې تر ۴۵ کلونو پورې د بند سزا لري.

