پنجشنبه, سپتمبر 17, 2026
Homeافغانستاننرګس نهان: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د ښځو وضعیت د جنسیتي...

نرګس نهان: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د ښځو وضعیت د جنسیتي اپارتایډ په توګه وپېژني

د افغانستان د کانونو پخوانۍ وزیرې نرګس نهان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بنسټیز تبعیض روان دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دغه وضعیت د «جنسیتي اپارتایډ» په توګه په رسمیت وپېژني.

نهان امنیت شورا ته درې وړاندیزونه وړاندې کړل؛ د ښځو او نجونو پر وړاندې د بنسټیز شوي تبعیض د رسمیت پېژندلو لپاره د پرېکړه‌لیک تصویبول، د افغانانو په مشرۍ د یوه پراخ سیاسي بهیر ملاتړ او د افغانستان د بشري مرستو د ۱.۷ میلیارد ډالرو پلان بشپړ تمویل.

هغې همداراز د افغانستان په اړه د نړیوالو حقوقي اقداماتو د چټکتیا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د نړیوالې محکمې او نړیوالې جنایي محکمې له لارې باید د حساب ورکونې هڅې پیاوړې شي.

نهان د افغان ښځو د وضعیت په اړه وویل چې د کار، زده‌کړو او عامه ژوند محدودیتونه د هېواد پر راتلونکې اغېز کوي او د ښځو حقونو ته درناوی د افغانستان د ثبات لپاره مهم دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here