نوموړي پنځم مقام خپل کړی او د وېسټ انډیز روستُن چېز پسې یو مقام وروستی دی.
عمرزی تر دې وړاندې په یاده درجه بندۍ کې په اووم مقام و.
دا په داسې حال کې ده چې عظمت الله عمرزی د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د ټولچارو لوبغاړو د درجه بندۍ لومړی مقام لرونکی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چین به له دغه هېواد سره د قانون پلي کوونکو ادارو لپاره د یوه عصري مرکز په جوړولو کې مرسته وکړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د چین د عامه امنیت مرستیال وزیر ګاو چي او د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ترهګرۍ ضد مبارزې، د نشهيي توکو پر وړاندې اقداماتو او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
چینايي چارواکي ویلي، د قانون پلي کولو دغه مرکز به د پاکستان او چین د دوستۍ یو بل سمبول وي.
محسن نقوي ویلي، د چین د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ټکنالوژي او عصري تجهیزات کولی شي د پاکستان د امنیتي ننګونو په حل کې مهم رول ولري.
د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه کړې چې د پولیسو د روزنې د تبادلې پروګرامونه، د عصري ټکنالوژۍ کارول او د تجهیزاتو په برخه کې همکاري پراخه کړي.

