د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د دوی حق دی او باید ور وسپارل شي.
عباس ستانکزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د دوی حکومت له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري او د سولې او ثبات ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې هم ډېری طالب چارواکو ددغې څوکۍ د ور سپارلو غوښتنه کړې ده.
څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي و، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو خبره د یوې مودې لپاره ځنډېدلې ده.

