شنبه, اگست 22, 2026
Homeافغانستانصالح عایشه وهاب ته: پر امریکايي سیاست تمرکز وکړئ، د افغانستان په...

صالح عایشه وهاب ته: پر امریکايي سیاست تمرکز وکړئ، د افغانستان په چارو کې مه ښکېلېږئ

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا کانګرس ته د لومړنۍ افغان- ‌امریکایۍ په توګه د عایشې وهاب له انتخابېدو وروسته، هغې ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې باید خپل تمرکز په بشپړه توګه د امریکا پر سیاست وساتي.

صالح په یوه پیغام کې ویلي، افغان ولس لا هم د افغانستان په سیاست کې د زلمي خلیلزاد د رول له امله له رامنځته شوې «سترې صدمې» نه دی وتلی. نوموړي خلیلزاد د «نفاق، خیانت او دوه‌مخۍ» له مفاهیمو سره تړلی بللی دی.

هغه عایشې وهاب ته ویلي: «امریکا تاسو ته دا ویاړ درکړی چې د خپل ولس استازیتوب وکړئ؛ سل سلنه امریکایۍ اوسئ.» صالح زیاته کړې چې د دوه‌تابعیتو کسانو له خوا د خپل اصلي هېواد «افغانستان» په چارو کې لاسوهنه ښه مخینه نه لري.

صالح، سره له دې نیوکو، وهاب ته د کانګرس د څوکۍ د ترلاسه کولو له امله د زړه له کومې مبارکي هم ورکړې ده.

وهاب تېره ورځ د کالیفورنیا د ۱۴مې کانګرسي حوزې په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه او د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان‌- امریکایۍ غړې شوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here