یکشنبه, اگست 23, 2026
Homeافغانستانپاکستان افغان زده‌کړیالان د ویزو او نیونو له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ...

پاکستان افغان زده‌کړیالان د ویزو او نیونو له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ دي

په پاکستان کې د افغان زده‌کړیالانو د ویزو د نه تمدید، نیولو او د ایستلو د ګواښ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. وروستي راپورونه وايي، یو شمېر افغان زده‌کړیالان چې پاکستان کې د پوهنتونونو په بېلابېلو پوهنځیو کې زده‌کړې کوي، د خپلو ویزو د نه تمدید له امله د نیولو او ایستلو له خطر سره مخ دي.

د دې ستونزې تازه بېلګه د اسلام‌اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون د دوو افغان ښځینه زده‌کړیالانو سروده رحیم او حسینه رحیم نیول کېدل دي.

د افغان زده‌کړیالانو د ټولنې مشر صدیق شریعتي په وینا، دواړه په وا کې نیول شوې او د احتمالي ایستلو لپاره د اټک توقیف مرکز ته لېږدول شوې دي.

پاکستاني چارواکي وايي، هغه افغان وګړي چې معتبره ویزه یا د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، د ایستلو کړنلاره پرې پلي کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په جولای کې ویلي وو چې که یو افغان زده‌کړیال هم معتبر سفري اسناد ونه لري، د نورو بهرنیو وګړو په څېر د ایستلو وړ دی.

په همدې حال کې، د ویزو د ستونزې له امله د پاکستان ځینو پوهنتونونو هم پر افغان زده‌کړیالانو فشار زیات کړی دی.

د کینګ اډوارډ طبي پوهنتون په جولای کې هغو افغان زده‌کړیالانو او ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی وو چې ویزې یې نه وې تمدید شوې، د پوهنتون له لیلیې ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي پوهنتون د شپږم او اووم سمستر دوه افغان زده‌کړیالانې هم څو میاشتې مخکې له پاکستانه ایستل شوي او د خپلو زده‌کړو له دوام بې‌برخې شوې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here