شنبه, اگست 22, 2026
Homeافغانستانحمدالله محب: د سیاسي مخالفینو وژل افغانستان ته ثبات نه شي راوړلی

حمدالله محب: د سیاسي مخالفینو وژل افغانستان ته ثبات نه شي راوړلی

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب د مقاومت جبهې په نوم ډلې د یوه غړي او قوماندان حسیب پنجشیري د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د سیاسي مخالفینو حذف او وژنه هغه لړۍ ده چې افغانستان یې له پخوا تراوسه شاهد دی.

محب ویلي، د سیاسي مخالفینو له منځه وړل هېڅکله افغانستان ته ثبات نه دی راوړی او ټینګار یې کړی، هغه واکمن چې په هېواد کې د امنیت او جګړې د نشتوالي ادعا کوي، په ورته وخت کې نه شي کولی د خپلو سیاسي مخالفینو وژنه او حذف توجیه کړي.

نوموړي ویلي، د افغانستان تاریخ څو ځله ثابته کړې چې «افکار او نارضایتۍ د ګولۍ په واسطه نه شي غلې کېدلی.»

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان سیاسي اختلافات باید د خبرو، سیاسي تفاهم او د انسان د ژوند د درناوي له لارې حل شي، نه د تاوتریخوالي او له منځه وړلو له لارې، او د حسیب پنجشیري کورنۍ او ملګرو ته یې د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here