د هند د ختیځ ساحل ته نږدې د «اوشن وینر» په نوم د پاناما بیرغ لرونکې بار وړونکې بېړۍ ډوبه شوې او د ۲۴ کسیزې عملې له ډلې یې تر اوسه دوه کسان ژغورل شوي دي.
د پاتې ۲۲ کسانو د موندلو لپاره د هند ساحلي ساتونکو د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
د هند ساحلي ساتونکو ویلي، په بېړۍ کې ۲۰ چینايي، درې میانماري او یو بنګلهدېشی وګړی سپاره وو.
د ژغورنې لپاره دوه کښتۍ سیمې ته استول شوي او نورې نږدې بېړۍ هم د مرستې لپاره خبرې شوې دي.
«اوشن وینر» د هند له پارادیپ بندر د اوسپنې له بار سره د سینګاپور پر لور روانه وه او شاوخوا ۲۴۰ سمندري میله له بندره لېرې ډوبه شوې ده. د بېړۍ د ډوبېدو لامل تر اوسه معلوم نه دی.

