یکشنبه, اگست 23, 2026
Homeافغانستانجاوید بشارت بریالی شو خو نصرت حق‌پرست له امریکايي سیال ماتې وخوړه

جاوید بشارت بریالی شو خو نصرت حق‌پرست له امریکايي سیال ماتې وخوړه

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت خپل روسي سیال موسار ابراګیموف ته په ماتې ورکولو سره د PFL سازمان په سیالیو کې مهمه بریا خپله کړه.

دا د بشارت د مسلکي مبارزو ۱۶مه بریا ده؛ خو تر دې وړاندې دوه ماتې هم لري.

بل لور، افغان مبارز نصرت حق‌پرست د UFC په سیالیو کې له امریکايي سیال کریس پادیلا ماتې وخوړه.

حق‌پرست په درېیم پړاو کې د پادیلا پر وړاندې سیالي وبایلله.

دا د ۳۰ کلن حق‌پرست د مسلکي مبارزو اوومه ماتې ده، خو تر دې دمه یې ۱۸ بریاوې هم ترلاسه کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here