یکشنبه, اگست 23, 2026
Homeکورپاڼهد معکوس کنترول یا Reflexive Control  ستراتیژي څه ده او څنګه طالبان...

د معکوس کنترول یا Reflexive Control  ستراتیژي څه ده او څنګه طالبان او پاکستان دا ستراتيژي د افغانانو ضد کاروي

لیکوال : احمدشاه انګار د ستراتيژيکو استخباراتو متخصص

رفلکسیف کنټرول (Reflexive Control) د روسي ستراتیژیک فکر یو ځانګړی او تاریخي مفهوم دی چې د Maskirovka، یعنې پوځي فریب، پټولو او د مقابل لوري د ادراک د اغېزمنولو له اصل سره تړاو لري. په ساده ژبه، په دغه ستراتیژي کې هڅه کېږي د دوښمن په لاس جوړ شوی روایت تحریف شي، نوي معلومات ورته ور ګډ شي، نوي پېښې او شرایط ورته جوړیږي او د دوښمن روایت په دې طریقه خپل په لاس کې اخیستل کیږي چې دوښمن فکر کوي خپل هدف تعقیبوي خو تا هدف بدل کړی وي او د دوښمن وار خپل پر دوښمن مښلي، یعنې ستا په لاس په جوړه شوې وسله تا خپله وژني، ته ظاهره فکر کوې چې ته د دوښمن سره جنګیږي خو په اصل کې هدف بدل شوی وي او ستا برېدونه بیرته ستا خپل وجود له منځه وړي.
د رفلکسیف کنټرول په ستراتیژۍ کې د غلطو یا تحریف شویو معلوماتو خپرول، په مناسب وخت کې د نیمګړو معلوماتو افشا کول، د خپل اصلي موقف پټول، د بل ډول تصویر وړاندې کول او د مقابل لوري د رواني او سیاسي حساسیتونو هدف ګرځول شاملېدای شي. د دې ټولو هدف دا وي چې د مقابل لوري غبرګون (Reflex) داسې شکل واخلي چې مطلوبه پایله رامنځته کړي.
د دې ستراتیژۍ اصلي منطق دا دی چې د مقابل لوري په فکري او سیاسي سیستم کې داسې د چلند یو ماډل رامنځته شي چې هغه په طبیعي ډول ټاکلې پایلې ته ورسېږي. د دې لپاره د مقابل لوري کمزوري ټکي، رواني حساسیتونه، اخلاقي باورونه او سیاسي تمایلات پېژندل کېږي او بیا هماغه نقاط د نفوذ لپاره کارول کېږي.
دا مفهوم د شوروي اتحاد له وختونو راهیسې د روسي پوځي او ستراتیژیک فکر یوه برخه پاتې شوې ده او په تاکتیکي او عملیاتي کچه پرې بحث شوی دی. په معاصرو ستراتیژیکو مطالعاتو کې رفلکسیف کنټرول د پاکستان  د معلوماتي جګړې او هایبرډي جګړې له مهمو مفاهیمو څخه ګڼل کېږي.
زما په اند، که د افغانستان اوسنی وضعیت د همدې ستراتیژیک مفهوم له زاویې تحلیل کړو، نو د افغان ملتپالنې په روایت کې یو مهم بدلون تر سترګو کېږي. د افغان ملتپالنې له بنسټیزو عناصرو څخه یو د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د بهرني نفوذ پر وړاندې مقاومت دی.

په تاریخي لحاظ، برتانوي هند د افغانستان له مهمو بهرنیو سیالانو څخه و، او له ۱۹۴۷ کال وروسته پاکستان د افغانستان په سیاسي او امنیتي تفکر کې د یوه مهم ستراتیژیک رقیب په توګه مطرح شو.
زما له نظره، د پاکستان امنیتي جوړښت له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د خپل ستراتیژیک نفوذ د ساتلو هڅه کړې ده. زه طالبان د همدې ستراتیژیکې معادلې په چوکاټ کې د پاکستان د ګټو لپاره  یوه مهمه وسیله یا  Surrogacyپه توګه تحلیل کوم. زما په اند، د طالبانو د واکمنۍ او پاکستان ترمنځ د اړیکو تاریخي سابقه باید یوازې د اوسنیو ظاهري اختلافاتو پر اساس ونه ارزول شي، بلکې د دواړو لورو اوږدمهاله ستراتیژیکو اړیکو او ګټو ته هم باید وکتل شي، ځکه د طالبانو وجودي فلسفه په افغانستان کې د پاکستان د ستراتيژيک عمق د رامنځته کولو لپاره دی او دوی په افغانستان کې د پاکستان ستراتيژيک قوت دی، چې هدف يي د افغان هویت سبوتاژ کول ، د افغان ملي دولت د جوړېدو مخنیوي او افغانستان د پاکستان تر ګوتو لاندي ساتل دی.

زما په تحلیل کې، د طالبانو د مشروعیت لپاره بېلابېل روایتونه په بېلابېلو پړاوونو کې مطرح شوي دي. لومړی طالبان د یوه اسلامي نظام د جوړولو او د افغانستان د ژغورنې د ځواک په توګه وړاندې شول. وروسته د قومي او پښتني استازیتوب روایت هم مطرح شو. زما په اند، دغو روایتونو ونه شو کولای چې طالبان د ټول افغان ملت د مشروع سیاسي استازي په توګه تثبیت کړي.
وروسته یو بل مهم روایت راڅرګند شو: طالبان د پاکستان پر وړاندې ولاړ دي. د پاکستان او طالبانو ترمنځ ښکاره سیاسي اختلافات، سرحدي شخړې، توندې څرګندونې او د پاکستان له لوري د افغانستان په اړه سخت دریځونه د دې تصور د پیاوړي کولو لپاره زمینه برابروي چې ګواکې طالبان له پاکستان څخه جلا شوي او اوس د افغانستان د ملي حاکمیت مدافعین دي.

افغان ملتپال له تاریخي پلوه د پاکستان د نفوذ او مداخلې پر وړاندې حساس دي. نو که د طالبانو او پاکستان ترمنځ ښکاره شخړه د مرکزي روایت په توګه وړاندې شي، طبیعي ده چې یو افغان ملتپال دې پایلې ته ورسېږي چې: که پاکستان د طالبانو پر ضد دی، نو طالبان باید د افغانستان د ملي ګټو لپاره د پاکستان پر وړاندې ولاړ وي.
له دې وروسته یو بل ګام اخیستل کېږي: که طالبان د پاکستان پر وړاندې وي، نو د طالبانو مخالفین څنګه تعریفېږي؟ زما په اند، دلته د روایت بشپړ اړول رامنځته کېږي. هغه افغانان چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي، د پاکستان د وسیلو یا proxy په توګه معرفي کېږي، په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان د خپلواکۍ او ملي حاکمیت د مدافعینو په توګه وړاندې کېږي.
یعنې هغه تاریخي روایت چې پخوا داسې و: «افغانان باید د پاکستان د نفوذ پر وړاندې مقاومت وکړي او هغه ډلي چې د پاکستان په مرسته افغانستان کې جګړه کوي او افغانستان کې واک ته رسیږي ، هغه د افغانستان دوښمنان او د پاکستان خلک دي او د طالبانو سره د افغانانو د نفرت او مخالت اساسي لامل هم د طالبانو او پاکستان اړیکي دي »، اوس داسې اړول کېږي: «طالبان د پاکستان پر وړاندې دي، نو افغانان باید د طالبانو ملاتړ وکړي.» او له دې څخه لا یو ګام وړاندې ځي: «څوک چې د طالبانو مخالفت کوي، د پاکستان په ګټه کار کوي.»
د معکوس کنترول په ستراتيژۍ کې تر ټولو مهم تکتیک د روایت اړولو تکتیک دی، چې ته هڅه کوې د دوښمن تکتیک واړوې او د هغه پر ضد يې وکاروې. زما په اند، دا د Narrative Inversion تر ټولو مهمه برخه ده؛ ځکه دلته نوی روایت له صفره نه جوړېږي، بلکې د افغان ملتپالنې خپل تاریخي روایت اخیستل کېږي، د هغه معنا اړول کېږي او بیا د هماغه ملتپالنې پر وړاندې استعمالېږي.
په دې حالت کې د افغان ملتپالنې معکوس هدف ګرځي. افغان ملتپال د پاکستان پر وړاندې د مقاومت له تاریخي احساس څخه داسې پایلې ته رسول کېږي چې طالبان د افغانستان د خپلواکۍ مدافعین دي. په دې توګه، مقابل لوری خپله پرېکړه کوي، خو هغه معلومات او سیاسي چاپېریال چې د پرېکړې لامل شوي، له مخکې تنظیم شوی وي. دا د رفلکسیف کنټرول له اساسي منطق سره ورته والی لري.

زما په نظر، د دې ستراتیژۍ خطر دا دی چې د افغانستان د ملي مقاومت معنا بدله کوي. که پرون د بهرني نفوذ پر وړاندې مقاومت د افغان ملتپالنې مهم اصل و، نو نن ممکن همدا اصل داسې استعمال شي چې د طالبانو د سیاسي مشروعیت د پیاوړتیا وسیله وګرځي.
په دې توګه، د پاکستان پر وړاندې ملتپالنه د طالبانو د ملاتړ له روایت سره تړل کېږي، او د طالبانو مخالفت د پاکستان د ملاتړ په معنا تعبیرېږي. دا د افغان سیاسي بحث لپاره یو خطرناک دوه‌قطبي جوړښت رامنځته کوي، ځکه د یوه افغان لپاره د طالبانو مخالفت او د پاکستان مخالفت نور د یو بل مخالف مفاهیم نه پاتې کېږي، بلکې هڅه کېږي چې دواړه د یو بل ضد وښودل شي.
زما په اند، د دې ستراتیژۍ اصلي هدف یوازې دا نه دی چې افغانانو طالبان خوښ کړي؛ بلکې هدف دا دی چې د افغانانو په ذهن کې د مقاومت تعریف بدل شي. که افغان ملتپال دې نتیجې ته ورسېږي چې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره باید د طالبانو ملاتړ وکړي، نو د طالبانو د مشروعیت یوه مهمه ستونزه حل کېږي، او هغه ځواک چې پخوا د بهرني نفوذ له زاویې تر پوښتنې لاندې و، د ملي مقاومت په نوم معرفي کېدای شي.
همدا موضوع د پاکستان لپاره ستراتیژیک اهمیت پیدا کوي ، ځکه پاکستان غواړي چې طالبان په افغانستان کې د مشروع دولت حیثیت غوره کړي او د دایم لپاره افغانستان د پاکستان تر کنترول لاندي راشي او افغانان دغه نفوذ حس نه کړي. زما په تحلیل کې، که طالبان د افغانانو په ذهن کې د پاکستان د نفوذ د وسیلې پر ځای د پاکستان پر وړاندې د ملي مقاومت په توګه تثبیت شي، نو د طالبانو داخلي مشروعیت پیاوړی کېږي او د هغوی پر وړاندې د افغان ملي مقاومت سیاسي او فکري بنسټ کمزوری کېږي. په دې توګه، حتی که د پاکستان او طالبانو ترمنځ واقعي اختلافات هم موجود وي، د دغو اختلافاتو معلوماتي او سیاسي پایله ممکن په غیرمستقیم ډول د طالبانو او د پاکستان د اوږدمهاله ستراتیژیکو ګټو لپاره ګټوره تمامه شي.

له همدې امله، زما په اند، د پاکستان او طالبانو ترمنځ هره ښکاره شخړه باید په اتومات ډول د ستراتیژیکې دښمنۍ قطعي ثبوت ونه ګڼل شي. باید دا پوښتنه هم مطرح شي چې: د دې شخړې سیاسي او معلوماتي پایله د چا په ګټه تمامېږي؟ که د هغې پایله د طالبانو د ملي مشروعیت زیاتول او د افغان ملتپالو ترمنځ د طالبانو د مخالفینو بدنامول وي، نو دا وضعیت باید د معلوماتي جګړې او رفلکسیف کنټرول له زاویې هم وڅېړل شي.
د افغانستان اوسنی بحران یوازې د طالبانو او مخالفینو ترمنځ د واک جګړه نه ده؛ دا د روایت، ملي هویت، مشروعیت او د افغان ملتپالنې د معنا پر سر جګړه هم ده. د دې جګړې په ډګر کې تر ټولو مهمه وسیله شاید وسله نه، بلکې د خلکو د فکر کولو چوکاټ وي.
رفلکسیف کنټرول موږ ته ښيي چې څنګه مقابل لوری د خپلو پخوانیو باورونو، احساساتو او ملي ارزښتونو پر بنسټ داسې پایلې ته رسول کېدای شي چې د بل لوبغاړي له هدف سره سمون ولري. Narrative Inversion  تکتیک بیا ښيي چې څنګه د یوه ملت خپل تاریخي روایت د هماغه ملت پر ضد اړول کېدای شي.

زما په اند، د افغان ملتپالنې تر ټولو لویه ننګونه دا نه ده چې خپل روایت له لاسه ورکړي؛ بلکې دا ده چې اجازه ورنه کړي چې بل څوک د هغه تاریخي روایت معنا بدله کړي او بیا یې د افغانانو د سیاسي ارادې پر ضد استعمال کړي.

په پای کې، زما اساسي پوښتنه دا ده: ایا موږ خپل ملي روایت پخپله تعریفوو، که نور زموږ له تاریخي روایت څخه استفاده کوي، هغه اړوي، او بیا یې زموږ پر وړاندې استعمالوي؟
که د افغان ملتپالنې هغه روایت چې د افغانستان د خپلواکۍ او د بهرني نفوذ پر وړاندې د مقاومت لپاره جوړ شوی، د طالبانو د مشروعیت لپاره وکارول شي، نو دا یوازې د یوه سیاسي روایت بدلون نه دی؛ دا د افغانانو د تاریخي حافظې او ملي احساس د ستراتیژیکې کارونې یوه جدي بېلګه ده.
او د رفلکسیف کنټرول په ژبه کې، تر ټولو مهمه بریا دا نه ده چې مقابل لوری په زور مات شي؛ بلکې دا ده چې مقابل لوری په خپله هغه پرېکړه وکړي چې ته یې غواړې، او هغه پرېکړه د هغه د خپل فکر او باور طبیعي نتیجه وبولي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here