د امریکا کانګرس ته د لومړنۍ افغان الاصله امریکایۍ په توګه د عایشه وهاب بریالي کېدل له پراخ هرکلي سره مخ شوي.
عایشه وهاب هم په خپلو تازه څرګندونو کې دا د یوې افغانې په توګه لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي:«زه ډېره ویاړم چې لومړنۍ افغانه امریکایۍ یم کانګرس ته انتخاب شوې یم او په هېواد کې له افغان امریکایۍ ښځو یوه یم چې دې مقام ته غوره شوې یم.»
مېرمن وهاب همداراز ټینګار کړی چې دا هم ورته ویاړ دی چې ښایي په کانګرس کې لومړنۍ داسې غړې وي چې د بلې کورنۍ د سرپرستۍ په سېسټم کې رالویه شوې.
نوموړې زیاته کړې په خپلې کیسې ویاړي چې له کډوالو مور او پلار زېږېدلې، د بل په سرپرستۍ کې لویه شوې او اوس کانګرس ته ورسېده او دا هغه څه دي چې کله یې هم په اړه تصور نه و کړی.
عایشې وهاب په پای کې ویلي، د دې هېواد«امریکا» د خدمت کولو فرصت زما لپاره ټول عمر ویاړ دی.
مېرمن وهاب تازه د کالیفورنیا د ۱۴مې کانګرسي حوزې په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوې او د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان- امریکایۍ غړې شوه.

