د «بلوچستان جمهوریت» په نوم ډلې ویلي چې په بلوچستان کې د پاکستان او پخوانۍ بهرنۍ واکمنۍ له نومونو او سمبولونو سره تړلي د سړکونو، روغتونونو، هوايي ډګرونو، بندرونو او نورو عامه ځایونو نومونه بدلوي.
دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې د جناح روډ، فاطمه جناح روډ او اقبال روډ په څېر نومونه به په تدریجي ډول د بلوچستان له تاریخ، کلتور، جغرافیې، ملي مشرانو او تاریخي څېرو سره په تړلو نومونو بدل شي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه بدلونونه به یوازې پر سړکونو محدود نه وي، بلکې روغتونونه، هوايي ډګرونه، بندرونه، پارکونه، ښوونیزې ادارې، دولتي ودانۍ، د کانونو او انرژۍ پروژې او نور عامه ځایونه به هم په کې شامل وي.
په خبرپاڼه کې د دې اقدام موخه د بلوچستان «تاریخي او ملي هویت او کلتوري میراث بېرته راژوندي کول» بلل شوی او ویل شوي چې دا بهیر د کوم ملت یا خلکو پر ضد نه دی، بلکې د دوی په وینا، د بلوچستان د خپل هویت د بېرته ژوندي کولو لپاره ترسره کېږي.

