لبنان ته د ایران یوه الوتکه د اسرائیل د ګواښ له کبله بېرته ستنه شوې ده.
لبناني رسنیو ویلي، اسرائیل ګواښ کړی، چې که دغه الوتکه د بیروت ښار ته دننه شوه، نو دوی به له زور کار واخلي.
د راپورونو له مخې، تر دغه ګواښ وروسته لبنان مجبور شوی، چې ایران ته د دغې الوتکې د ستنولو امر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د لبنان او اسرائیل جګړه تر بل هر وخت زیاته شوې ده.
تازه د اسرائیل پوځ ویلي چې د تېرې شپې بریدونو کې یې د حزب الله مشر حسن نصرالله وژلی دی.

