د محکمې له صادر شوې دوسیې له مخې، ۳۲ کلن سرور قندعلي، د هغه ۴۱ کلنه خور سمانه قندعلي او د سمانې مېړه ۴۰ کلن محمدجواد خسروي، ټول د ایران تابعیت لري او تور پرې دی چې د ګوګل او ځینو نورو شرکتونو محرم معلومات یې غلا کړي دي.
د امریکا څارنوالۍ ویلي، دواړو خويندو مخکې په ګوګل کې کار کاوه او وروسته بل شرکت ته ولاړې، خو له خسروي سره یو ځای تورن دي چې د شرکتونو پټ معلومات یې خپلو کاري وسایلو او همدارنګه ایران ته لېږدولي دي.
په قضیه کې د ایران د حکومت لپاره د جاسوسۍ تور په څرګند ډول نه دی مطرح شوی، خو ویل شوي چې تورنو کسانو د خپلو کړنو په اړه د تحقیقاتو بهیر هم ګډوډ کړی دی.
د قانون له مخې، که تورن کسان مجرم وپېژندل شي، نو د سوداګریزو رازونو د غلا د توطیې هر تور په بدل کې تر ۱۰ کلونو بند او ۲۵۰ زره ډالرو پورې جریمه ورپېښېدای شي.
د اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا حکومت د ایران د اټومي پروګرام په اړه داسې طرحه ارزوي چې ښايي ایران ته د محدود او «سمبولیک» یورانیمو بډاینې اجازه ورکړي، خو په بشپړه توګه به د اټومي وسلې د جوړېدو مخه ونیسي.
د راپور له مخې، واشنګټن په عین وخت کې پوځي انتخابونه هم څېړي او حتی داسې طرحه هم مطرح شوې چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه ای او د هغه زوی مجتبی خامنه ای په مستقیم ډول هدف وګرځول شي.
امریکايي چارواکو ویلي، که ایران غواړي له پوځي برید څخه ځان وژغوري، باید داسې وړاندیز وړاندې کړي چې واشنګټن یې رد نه شي کولی.
همدت رنګه، هغوی خبرداری ورکړی چې د خبرو فرصت محدود دی او که تهران ځنډ وکړي، د صبر کچه به کمه شي.
بل خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د ایران وړاندیز به په نږدې ورځو کې بشپړ او امریکا ته وسپارل شي؛ چې نوموړي ویلي ایران هم غواړي د باور جوړونې اقدامات ترسره کړي څو د اټومي پروګرام سولهییز ماهیت ثابت کړي.
راپور زیاتوي چې د امریکا رسمي دریځ د ایران په خاوره کې «صفر بډاینه» ده، خو ځینې چارواکي وایي که محدود او خوندي بډاینې ته واضح ضمانت ورکړل شي، واشنګټن به یې مطالعه کړي.
د سرچینو په وینا، د امریکا پوځ ولسمشر ته بېلابېل پوځي سناریوګانې وړاندې کړې دي، خو لا تر اوسه د برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
امریکايي چارواکي وایي د ایران له خوا د تفصیلي وړاندیز له ترلاسه کولو وروسته به معلومه شي چې خبرې دوام مومي که نه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې ایران به د امریکا له هر ډول زور او فشار سره متقابل ځواب ووايي.
عراقچي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «زما پیغام د امریکا ولسمشر او د کانګرس غړو ته دا دی چې که له موږ سره د زور په ژبه خبرې وکړي، موږ به هم په هماغه ژبه ځواب ورکړو.»
هغه زیاته کړې چې پخوانیو امریکايي حکومتونو د ایران پر وړاندې بېلابېل اقدامات ترسره کړي، له جګړې او بندیزونو نیولې تر د ماشې میکانیزم پورې، خو د ده په وینا هېڅ یوه یې مطلوبه پایله نه ده لرلې.
عراقچي د امریکا اوسني سیاستونه د ایران پر وړاندې خصمانه بللي او ویلي که دا دښمنۍ پای ته ورسېږي، کېدای شي د اړیکو د نوي ډول په اړه فکر وشي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران پر وړاندې د محدود پوځي برید د ترسره کېدو امکان ارزوي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
نوموړي د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دا پوښتنه چې ایا د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د یوې هوکړې لپاره د فشار راوستلو په موخه محدود پوځي اقدام تر غور لاندې لري که نه، ځواب کې وویل: «فکر کوم ویلی شم چې دا موضوع ارزوم.»
ټرمپ د احتمالي اقدام د څرنګوالي، وخت او یا هم د هدفونو په اړه وضاحت ورنه کړ، خو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري.