افغان الاصله سیاستواله سمیرا ناوا چې د ډنمارک د سوشل لېبرال ګوند غړې ده، د دغه هېواد د انرژۍ نوې وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.
۳۸ کلنه سمیرا نوا د ډنمارک د پارلمان پخوانۍ غړې ده، په دغه هېواد کې یوه پېژندل شوې سیاستواله بلل کېږي او د نوې کېدونکې انرژۍ او پرمختیايي پروژو په برخه کې فعال رول لري.
نوموړې د افغان کډوالو په کورنۍ کې په ډنمارک کې زیږېدلې او هلته لویه شوې ده.
سمیرا ناوا په اقتصاد کې لوړې زدهکړې لري او د اقلیم بدلون، انرژۍ او اقتصادي پالیسیو په برخو کې فعاله سیاستواله پاتې شوې ده.

