رحمان الله ګربز وايي، د سريلانکا غوره ليګ سږني پړاو کې نه شي لوبېدلی ځکه د افغانستان کورنیو سیالیو کې ګډون ته ژمن دی.
ګربز په خپله انسټاګرام سټوري د لنکا غوره لیک کنډي رویلز لوبډلې ته خبر ورکړی چې غواړي د افغانستان په کورني شپږیزه لیګ کې ولوبیږي.
نوموړي له یادې لوبډلې مننه کړې او ويلي يې دي چې د ده پر ځای دې بل لوبغاړی پیدا کړي.
رحمان الله ګربز دوه ورځې وړاندې د سریلانکا غوره لیګ یا لنکا پریمیر لیګ په ډرافټ کې کنډي رويلز لوبډلې په پلاټينم کېټګورۍ کې په 50 زره امریکايي ډالرو واخيست.
دا په داسې حال کې ده چې د سریلانکا غوره او د افغانستان شپږیزې لیګ سږني فصلونه د مهالوېش له مخې له یو بل سره ټکر کوي له همدې امله ګربز په شپږیزه لیګ کې لوبېدل غوره کړي دي.

