د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د حیرتان بندر له لارې منځنۍ آسیا ته د افغانستان د صادراتو له زیاتوالي خبر ورکړی.
دغه وزارت ویلي، پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو او سوداګرۍ له ودرېدو وروسته د حیرتان بندر له لارې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د کورنیو تولیداتو په صادراتو کې ٧٧ سلنه زیاتوالی راغلی.
بل لور، پاکستاني چارواکو ویلي، له افغانستان سره د پولې تړل کېدو او د سیمې د وروستیو کړکېچونو له امله دغه هېواد ته د سوداګرۍ او ټرانزېټ په برخه کې له ۱.۴ میلیارده ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.
همداراز پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د ټرانزیټ له درکه کلني عواید هم له لاسه ورکړي دي.
په ټوله کې پاکستان په اوو میاشتو کې له افغانستان سره د پولو د تړل کېدو له امله په سوداګرۍ او ټرانزېټ کې ۸۰۵ میلیونه ډالر تاوان کړی دی.

