شنبه, اگست 8, 2026
Home Blog Page 956

غزه کې اوربند؛په دې اړه تېره شپه خبرې شوې او ښايي راتلونکو ساعتونو کې اوربند ټینګ شي

0

ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې په غزه کې اوربند ټینګ شي.

که څه هم دا لامعلومه نه ده، چې اوربند به سل سلنه وشي او که نه؛ خو تېره شپه ناوخته رسنیو راپورونه ورکړي وو، چې د غزې له یو شمېر سیمو څخه اسرائیلي پوځیان شاتګ ته چمتووالی نیسي.

تېره ورځ د یاد اوربند لپاره په دوحه کې ناسته شوې وه، چې تېره شپه یې ناوخته جزیات له حماس او اسرائیل سره هم شریک شوي.

ایران؛ولسمشر پزشکیان به د یو لړ مهمو سندونو د لاسلیک په موخه مسکو ته سفر وکړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي ټاکل شوې چې ددې هیواد ولسمشر مسعود پزشکیان په دوه اړخیزو غونډو او یوشمیر ستراتیژیکو سندونو د لاسلیک په موخه تاجکستان او روسیې ته سفر وکړي.

ښاغلي عراقچي ویلي چې د ولسمشر په توګه د ښاغلي پزشکیان دا لومړی سفر دی چې مسکو ته یې ترسره کوي.

دغه سفر به د روانې جمعې په ورځ ترسره شي.

خیبر پښتونخوا؛د وسله والو په بېلابېلو بریدونو کې ۴ پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي

0

تحریک طالبان پاکستان ډلې د بنو په ډومېل سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو بریدونه کړي، چې دوه پوځیان یې وژلي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، دا برید د پوستو له سل مترۍ شوی، چې پکې درې وسله وال هم وژل شوي.

بل لورته د ډي اي خان سیمه کې هم د پاکستاني پوځیانو پر پوستو برید شوی، چې په کې یو پولیس وژل شوی.

په همدې حال کې د خیبر ایجنسي په ورسک کې هم یو پولیس وژل شوی دی.

سوډان کې نښتې؛تازه بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰ تنه وژل شوي

0

د سوډان پلازمېنې خرطوم پر شاوخوا سیمو راکټي بریدونه شوي چې ۱۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

راپورونه وایي، دا لومړۍ شمېرې دي او ښایي د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شي.

سوډان کې د دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې اوس مهال یې سخت زور اخیستی دی.

دمګړی سیمې ته مرستندویه ډلې رسېدلې او د مړو او ټپیانو په خوندي کولو بوختې دي.

سراج الدین حقاني؛د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د سعوي عربستان به سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، په دغې لیدنه کې سراج الدین حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اهمیت خبرې کړې دي.

قانع زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې البقمي د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د لا پراختیا ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د «ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو» پر بنسټ د همکارۍ پر دوام یې تاکید کړی دی.

خوست شېخ زاید؛د طالبانو حکومت د شرعیاتو پوهنځي ۱۷ استادان منفک کړي

طالبانو د خوست ولایت شېخ زاید پوهنتون ۱۷ استادان منفک کړي دي.

رسنیو کې لاس په لاس شوي مکتوب کې لیدل کېږي چې ټول د شرعیاتو پوهنځي استادان دي.

سره له دې چې دا مکتوب د یاد پوهنتون ادارې ته رسېدلی؛ خو تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

یو شمېر سرچینې بیا وایي چې د دغه پوهنتون ځینې نور استاد بیا له کادري بستونو لرې شوي دي.

د بالتیک تړون درې غړي؛د روسیې د احتمالي ګواښونو په اړه ناسته کوي

0

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د بالتیک حوزې درې غړي هېوادونه نن له روسیې څخه د ورپېښو احتمالي ګواښونو په اړه غونډه لري.

د یادې غونډې اصلي هدف د روسیې د بېړیو له خوا د احتمالي ګواښونو مخنیوی او د ځینو مهمو تاسیساتو ساتنه بلل شوې.

ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا د دې غونډې جوړوونکې دي او ویل کېږي، چې د ناټو سرمنشي او یو شمېر نورمشران به هم په کې برخه ولري.

د یادونې ده، چې روسیه له بالتیک سمندرګي څخه د خپلو تېلو کښتیو د انتقال لپاره ګټه اخلي.

اوچا:افغانستان کې له خلکو سره د مرستې لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره(اوچا) وايي، افغانستان کې له خلکو سره د مرستو لپاره نږدې ۲۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

یادې ادارې ویلي، چې یوازې په روان کال کې ۱۴.۳ میلیونه وګړي روغتیايي برخو ته اړتیا لري.

د دوی په خبره، په پام کې ده، چې له دې ډلې یوازې ۹.۳ میلیونه کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چې په اړمنو کسانو کې ۵۳ سلنه یې مېرمنې او پاتې نور یې ماشومان او معلول وګړي دي.

د مذاکراتو پیل؛دوحه نن د حماس او اسرائیلو د مرکچي پلاوي کوربتوب کوي

0

ټاکل شوې چې نن د حماس او اسرائیل ترمنځ په دوحه کې مذاکرات پیل شي.

دا مذاکرات په غزه کې د اوربند طرحې نهايي او عملي کولو په اړه پیلیږي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن تمه ښودلې وه، چې راتلونکو ۴۸ ساتونو کې به د بندیانو تبادله پیل شي.

د یادونې ده چې د دغې طرحې یوه یوه کاپي دواړو لورویو ته هم سپارل شوې.

الیس جیل:د طالبانو په بند کې زنداني رایان کوربت روغتیایي حالت ښه نه دی

د ملګرو ملتونو د ځورونې او غیر انساني کړنو لپاره راپور ورکوونکی الیس جیل وایي، چې د طالبانو په بند کې زنداني رایان کوربت بېړنۍ روغتیایي درملنې ته اړتیا لري.

نوموړي د طالبانو له حکومت غوښتي چې له مرګ څخه د کوربت د ژغورلو لپاره باید د هغه درملنه وشي.

د الیس په خبره، که د کوربت درملنه ونه شي؛ نو ښایي هغه ان ژوند له لاسه ورکړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.