جمعه, اگست 7, 2026
Homeافغانستاند ازادۍ په نوم جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د...

د ازادۍ په نوم جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د توغندیز برید ادعا وکړه

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې د پنجشنبې په ماښام یې کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې پر پوځي هوايي ډګر توغندیز برید کړی دی.

د جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا برید د هغو عملیاتو دوام دی چې تر دې وړاندې یې د کندز پوځي هوايي ډګر هم په نښه کړی و. د دوی په وینا، طالبان له بدخشان ولایت د نښتو له زیاتېدو وروسته خپل وسله‌وال د کابل، کندز، کندهار او بلخ له هوايي ډګرونو بدخشان ته لېږدوي.

د ازادۍ په نوم جبهه ادعا کوي چې په دغه برید کې د کابل د پوځي هوايي ډګر تاسیساتو ته درانه زیانونه اوښتي او د طالبانو یو شمېر غړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو د مرګ‌ژوبلې او زیانونو کره شمېر یې نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here