جمعه, اگست 7, 2026
Homeافغانستانریچارډ بېنټ کابل کې د شپږ ښځینه کارکوونکو د سمدستي خوشې کېدو...

ریچارډ بېنټ کابل کې د شپږ ښځینه کارکوونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، ویلي، د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو بنسټ (WCLRF) د شپږو کارکوونکو له نیول کېدو ۲۱ ورځې تېرې شوي، خو تر اوسه د محکمې له لارې پرې هېڅ رسمي تور نه دی لګول شوی.

بېنټ په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هغوی د برخلیک په اړه جدي اندېښنه لري او د زر تر زره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د راپورونو له مخې، د طالبانو ځواکونو د جولای په ۱۸مه په کابل کې د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو بنسټ پر دفتر چاپه وهلې، شپږ ښځینه کارکوونکي یې نیولي او د بنسټ اسناد، کمپیوټرونه او نور کاري وسایل یې هم له ځان سره وړي دي.

تر اوسه د نیول شویو ښځو د ساتنې ځای او د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو بنسټ د ښځو او ماشومانو د حقونو، قانوني څېړنو او عامه پوهاوي په برخه کې فعالیت کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here