شنبه, اگست 8, 2026
Homeسیمهټرمپ: له ایران سره به داسې کار وکړو لکه له وینزویلا سره...

ټرمپ: له ایران سره به داسې کار وکړو لکه له وینزویلا سره مو چې وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالاتو له وینزویلا «میلیاردونه او میلیاردونه بېرله» تېل ترلاسه کړي او ګواښ یې کړی چې د ایران په اړه به هم ورته چلند وکړي.

ټرمپ ویلي، د وینزویلا تېل د جګړې «غنیمت» ګڼل کېږي او د هغه په وینا، «بریالي لوري ته غنیمت پاتې کېږي.»

هغه بیا د ایران په اړه وویل چې واشنګټن به «همدا کار» له ایران سره هم وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ سیاسي ترینګلتیا او د هرمز تنګي د وضعیت پر سر کړکېچ لا هم روان دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیا د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې د جګړې د غنیمت ادعا هغه مهال مطرح کېدی شي چې یو لوری لومړی په جګړه کې بریالی شوی وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here