جمعه, اگست 7, 2026
Homeامنیتپاکستان، سعودي او ترکیې درې‌اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ

پاکستان، سعودي او ترکیې درې‌اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د جمعې په ورځ په مکه مکرمه کې درې‌اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د ګډې خبرپاڼې له مخې، د دې تړون موخه د هر ډول بهرني برید پر وړاندې د درې واړو هېوادونو د ګډې دفاعي او مخنیوي وړتیا پیاوړې کول دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که له دغو درېیو هېوادونو په هر یوه وسله‌وال برید وشي، دا به د ټولو پر وړاندې برید وګڼل شي او غړي هېوادونه به د ګډې دفاع له اصل سره سم یو له بل سره همکاري کوي. همدارنګه، تړون د پوځي همکاریو، ګډو پوځي تمرینونو، استخباراتي معلوماتو د شریکولو او دفاعي ټکنالوژۍ د پراخولو زمینه هم برابروي.

دا تړون د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز له لوري لاسلیک شوی.

چارواکو ټینګار کړی چې دا یو دفاعي تړون دی او د کوم ځانګړي هېواد پر ضد نه دی جوړ شوی.

دغه تړون داسې مهال لاسلیک کیږي چې سیمه د ایران د جګړې، د غزې کړکېچ او د سره سمندر او خلیج د امنیتي اندېښنو له امله له زیات تاوتریخوالي سره مخ ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here