د کراچۍ په شفیق موړ سیمه کې پولیسو له پښتنو چایخونو او د سړک غاړې له کراچۍوالو سره سخت او ناوړه چلند کړی دی.
په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې پولیس له پښتنو کاروباریانو سره تاوتریخوالی کوي او په وهلو ډبولو یې موټر ته پورته کوي.
د راپورونو له مخې، په تېرو میاشتو کې هم په کراچۍ کې یو شمېر پښتانه د پولیسو له لوري نیول شوي او وروسته د پیسو په ورکولو خوشې شوي دي. همداراز د پښتنو د هوټلونو، دوکانونو او کراچیو د ضبطولو او له کاروباریانو سره د زورزیاتي پېښې هم راپور شوې دي.
پښتانه کاروباریان د پولیسو د دغه ناوړه چلند د پای ته رسېدو او د خپلو قانوني حقونو د خوندي کېدو غوښتنه کوي.
دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې د فعالانو ګڼ غبرګونونه راپارولي.
دوی وایي، پښتانه د کار کولو لپاره له خپل وطن پنجاب او کراچۍ ته تګ ته اړ شوي ځکه په خپلو سیمو کې یې پاکستانی رژیم پوځي بریدونه کوي او کاروبار یې نه چلیږي.
فعالان دغه وضعیت د پښتنو پر وړاندې د پراخ تبعیض برخه بولي، پر هغو نورو پښتنو نیوکه کوي چې د پاکستان د پیاوړي کولو درس ورکوي او زیاتوي چې پښتانه د «استعمار» او ظلم له امله له سخت وضعیت سره مخ دي.

