دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 94

اسرائیل:د ایران خلک له اوږدې مودې راهیسې له انټرنېټي محدودیتونو سره مخ دي

0

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ایران خلک له زر ساعتونو زیات وخت راهیسې له ډیجیټلي اړیکو پرې کېدو سره مخ دي او نه شي کولای له خپلو کورنیو سره دننه او بهر اړیکه ونیسي.

په بیان کې راغلي چې ایراني وګړي د خپلو ستونزو او محدودیتونو د څرګندولو لپاره کومه لاره نه لري او یوازې د حکومت له لوري خپرېدونکو معلوماتو ته لاسرسی لري.

یاد وزارت ټینګار کړی چې خلک په دې وضعیت کې بې اړیکې، بې غږه او له حقیقت څخه بې برخې پاتې شوي دي.

ګارډین:د جی‌ډي ونس ماموریت له خطرونو او سختو انتخابونو سره مخ دی

0

د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس اسلام‌اباد ته د سولې مذاکراتو لپاره په داسې حال کې استول شوی چې دا ماموریت له لوړو خطرونو او محدودو سیاسي فشارونو سره مل دی.

راپور زیاتوي، ونس چې پخوا یې د منځني ختیځ په جګړو نیوکې کولې، اوس له هغو ایراني مذاکره‌کوونکو سره مخ دی چې د هرمز تنګي د کنټرول او وروستیو بریدونو پر وړاندې د مقاومت له امله ځان په قوي دریځ کې ویني.

د ګارډین په وینا، د ونس اساسي دنده دا ده چې د یوه نازک اوربند او دایمي هوکړې ترمنځ واټن راکم کړي، خو هغه له سخت انتخاب سره مخ دی: یا به د اوربند د ساتلو لپاره مهم امتیازات ورکړي، او یا به د جګړې د بیا پیل خطر ومني.

راپور همدارنګه د لبنان د شاملولو پر سر اختلافاتو او د ایران له لوري د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو شرط ته اشاره کوي، او ټینګار کوي چې ایراني مذاکره‌کوونکي د اوږدو او فرسایشي خبرو لپاره پېژندل کېږي.

ګارډین دا هم ویلي چې د دې مذاکراتو پایله به د ونس د سیاسي راتلونکي لپاره هم مهمه وي.

روسیه:د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د کړکېچ د حل لپاره ښه فرصت دی

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په پاکستان کې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ روانې خبرې کولای شي د فارس خلیج د سیمې د کړکېچ د حل لپاره یو مهم فرصت برابر کړي.

د یاد وزارت په وینا، دغه مذاکرات د سیمه‌ییز ثبات لپاره مهم دي او باید ټول اړخونه په کې له احتیاط او مسوولانه چلند څخه کار واخلي.

مسکو ټینګار کړی چې د هېوادونو ترمنځ ټول اختلافات باید د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل شي، او له هر ډول تاوتریخوالي څخه ډډه وشي.

روسیه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو وضعیت لا هم ترینګلی دی او په پاکستان کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې پیل شوي دي.

که د “ډاکې” یاد تازه کوئ!

لیکوال: احمد شاه ساحل

د منظور پښتین په ګډون، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ، دوستانو او ملګرو څخه جلا شوی او د یو ځانګړي تکتیک له مخې روان دی، د پي ټي ایم هر لوی او کوچنی غړی دا مهال د ژوند د سختو حالاتو سره مخ دی. ځیني په زندانونو کې او ځیني بهر د بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له چا ژوند اخیستل شوی، له چا کار، او له چا ازادي.

خو د دې ټولو کړاوونو سربېره، د دې غورځنګ هېڅ غړي له خپلې مبارزې لاس نه دی اخیستی؛ هېچا یې پي ټي ایم نه دی پرېښی، او هېچا د ظلم پر وړاندې د مظلومیت غږ نه دی غلی کړی. ځکه دوی دا هر څه له پيله منلي وه. دوی د خپلې مبارزې په لومړۍ ورځ د قربانیو او سختیو حساب کړی و. دوی پوهېدل چې که په همدې نه ماتېدونکي عزم رامخته نه شي او د بدلون لپاره دغه ډول بې سارې هڅې ونه کړي، خلک نه راپورته کېږي.

په دې استراحت‌ طلبه او “کامريډ ضده” پېړۍ کې به څنګه یو پښتون له معمول حالته مزاحمت ته وړې؟ څنګه به یې چمتو کوې چې راځه، پر وطن جنګ دی؟ راځه ”نوکري“ پرېږده، د ”سرکار“ خلاف بغاوت دی؟ څنګه به یې قانع کوې چي ”پيرنګیان“ نه دي تللي، همدلته دي، لا ستا د وطن په اب و دانه پایي، لا ستا پر وسایلو قابض دي، لا ستا د وطن شال او شمله سپکوي؟ یو پښتون چې پرلپسې اووه لسیزي له خپل هویته لیرې ساتل شوی، له ماشومتوبه تر ځوانۍ پوري د “وطن” په یوه درواغجنه ترانه تېر ایستل شوی وي، څنګه به یې ملي سرود ته دروې؟ څنګه به ورته وایې چې سړیه، لوری دې غلط کړی، را وګرځه، وطن هلته دی، اصل هلته دی؟

د پېښور په ”شمع“ سېنما کې ناست پښتانه ځوانان په اسانۍ نه راولاړېږي؛ په هغوی به څنګه منې چې ستاسې دښمن تربور نه دی، هغه ته فلمي ډېلاګونه مه وایاست؟ راځئ چې اصلي دښمن در وپېژنم. هغه پښتون چې د حالاتو جبر او اوږدو محرومیتونو دومره ځپلی وي چې له دوه وختونو ډوډۍ پرته بل هېڅ نه غواړي، څنګه به پرې منې چې ازادي او انقلاب وغواړي؟

دا اسانه نه ده؛ دا خلک چې یو ځل تا خپله پر میدان ونه ګوري، ستا د مبارزې ژوندۍ بیلګې او قربانۍ ونه ویني؛ نه راوځي او نه درپسې کېږي. نن چې راوتلي، او د دوی لمنځه لوی شمېر پښتانه قهرېدلي دي، دا حالت په تشو شعارونو منځته نه دی راغلی. دا د منظور پښتین د خارق العاده تدبیر او حکمت پایله ده، دا خلکو د پي ټي ایم د خودجوشه ځوانانو؛ ارمان لوڼي، ګیلمن وزیر او عارف افغان پاشلي ککرۍ لیدلي چې له وطنه ځار شوي؛ دوی ته یو چا ثابته کړې چې پر دغه لاره له خپلو سرونو هم تېر دي.

لهذا، موږ د پي ټي ایم هر لوی او واړه غړي او د هغو قربانیو ته د تعظیم سرونه ټیټوو، موږ منو چې د نن وېښتیا او درېدا د دوی د قربانیو پایله ده، او ور یادوو چې ډېر مزل مو کړی، خو ډېر لا پاتې دی. د تاریخ زریني پاڼې مو پر بل چا نه لورېږي؛ تاسې زحمت ایستلی او تاسي یې حقدار یاست، دا لاره تاسې ووهئ او دا پاڼې تاسې وګټئ.

څنګه چې منظور پښتین وایي:
لا مې د ژوند کیسه تمامه نه ده
راته منزل، راته مورچل پاتې دی

موږ هم دا خبره تازه کوو او وایو چي بلې هو، تاسې ته لا لار پاتې ده، لا کیسه تمامه نه ده. لا ډېر خلک ویده دي، لا ډېر پر غلطو ادرسونو روان دي، دا ټول به خپلول غواړي. د ټولنې هره طبقه به په خوځښت راولئ، هر غړي ته به دعوت ورکوئ، پر هر پلټفارم به فعال یاست، او هر څوک به په غېږ کې نیسئ.

پوهېږو دا هر څه په اسانۍ نه کېږي، دا سختي او قربانۍ غواړي، دا په لاسونو کې هتکړۍ، پاشلي او نذرانه ککرۍ غواړي.

تاسې به د ډېرو نورو ستونزو سره هم مخامخ شئ، ډېر نور مخالفین به هم پیدا کړئ، خو که تاسې د یو بریالي بدلون هیله لرئ، هره نوې ستونزه به د یوې نوې انرژۍ په توګه منئ. تاسې که د پښتنو اکثریت خپلوئ او که د ”ډاکې“ یاد تازه کوئ، باید له سختو سختي وزغمئ، داسې چې هره قرباني مو د زرګونو او لکونو نورو پښتنو د ويښېدلو او درېدلو سبب وګرځي.

د لویو لویو قدرتونو رب ستاسو سره دی!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

ډونالډ ټرمپ:که ایران سره د امریکا خبرې ناکامې شوې، داسې وسلې به وکاروو چې مخښکې نه وې کارول شوې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک پوسټ سره په تازه مرکه کې خبرداری ورکړی چې که ایران په روانو مذاکراتو کې خپلو ژمنو ته پابند پاتې نه شي او په پاکستان کې د سولې خبرې ناکامې شي، نو امریکا به پوځي انتخاب فعال کړي.

نوموړي ویلي چې د امریکا جنګي بېړۍ دا مهال د پرمختللو وسلو او «تر ټولو غوره مهماتو» سره بیا بارېږي، څو د اړتیا په صورت کې پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره چمتو وي.

ټرمپ د خبرو د پایلو په اړه هم ویلي: «نږدې ۲۴ ساعتونو کې به څرګنده شي چې مذاکرات بریالي کېږي که نه.»

هغه زیاته کړې چې امریکا خپل پوځي ظرفیت بیا تنظیموي او داسې وسلې کاروي چې د ده په وینا، «تر دې مخکې کارول شوې وسلې هم ترې کمزورې وې.»

حامد کرزی:هرات کې پر ملکي وګړو د وسله‌والو برید په کلکو ټکو غندم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات په انجیل ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو وروستی برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو بشري ضد عمل بللی دی.

نوموړي ویلي چې په دې پېښه کې یو شمېر هېوادوال، د ښځو او ماشومانو په ګډون، شهیدان او ټپیان شوي دي.

کرزي د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:هرات کې پر ملکي خلکو برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې نامعلومو وسله‌والو پر ملکي خلکو ډزې کړې دي.

د چارواکو په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی.

ویل کېږي برید کوونکي پر موټرسایکل سپاره وو.

ځايي سرچینې وايي چې دا پېښه د ده‌میري کلي کې د «سید محمد آقا» زیارت ته نږدې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی.

د حزب‌الله مشر:زموږ مقاومت به تر وروستۍ ساه دوام وکړي

0

د حزب‌الله مشر، نعیم قاسم په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې زموږ مقاومت به تر وروستۍ ساه پورې دوام وکړي.

نوموړي د ځوانانو د ګډون او د میدان نه پرېښودل د هیلو او عزت نښه بللې او ټینګار یې کړی چې دا به د وطن د ازادۍ او کرامت د ساتنې لپاره د دوی هوډ لا پیاوړی کړي.

هغه همدارنګه د لبنان له چارواکو غوښتي چې اسراییل ته بې‌دلیله امتیازات ور نه کړي او ویلي یې دي چې پخواني وضعیت ته ستنېدل د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې دوی لبنان سره خبرو ته په دې شرط تیار دي چې حزب‌الله به وسله پر ځمکه ږدي.

جی‌ډي ونس؛پاکستان ته د ایران له پلاوي سره د احتمالي خبرو لپاره روان شوی

0

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس د پاکستان په لور روان شوی څو د ایران له چارواکو سره د احتمالي خبرو اترو برخه شي، او ویلي یې دي چې باور لري دا مذاکرات به مثبتې پایلې ولري.

په راپور کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې خبرو لپاره واضح لارښوونې ورکړي دي.

د یادونې ده چې مذاکرات د ایران له پلاوي سره په پاکستان کې ترسره کېږي.

د خواجه آصف څرګندونو؛د امریکا او اسراییل غبرګونونه راوپارولي

0

د امریکا د کانګرس غړي جاش ګوتایمر د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستۍ څرګندونې سختې غندلې دي.

نوموړي ویلي چې دا ډول الفاظ د یهودانو او اسراییل پر ضد د کرکې څرګندونه ده او د ډیپلوماسۍ له اصولو سره سمون نه لري.

ګوتایمر زیاته کړې چې که څه هم پاکستان ځینې وخت د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو یا اړیکو د منځګړتوب رول یادوي، خو داسې څرګندونې د منځګړتوب له روحیې سره په ټکر کې دي.

بل لور ته، په امریکا کې د اسراییل سفیر یخیل لایتر هم د خواجه آصف څرګندونې غندلې او ویلي یې دي چې پاکستان د منځګړي پر ځای د “شر او فساد” په لور دریځ ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې خواجه آصف په یو ایکس پوسټ کې اسراییل د بشریت لپاره ګواښ او سرطان بللی و، خو وروسته یې خپله هغه پوسټ حذف کړ.