جمعه, جون 19, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:ایران له کمزورۍ سره مذاکراتو ته راغلی او هېڅ مالي مرسته...

ډونالډ ټرمپ:ایران له کمزورۍ سره مذاکراتو ته راغلی او هېڅ مالي مرسته به ترلاسه نه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران له کمزوري دریځ څخه له امریکا سره مذاکراتو ته داخل شوی او واشنګټن د دغو خبرو اترو لپاره د اړتیا له مخې نه و حاضر شوی.

ټرمپ د جمعې په ورځ په خپل تروت سوشیال کې په خپور شوي پیغام کې لیکلي: «موږ د ناچارۍ له امله خبرو ته نه یو راغلي؛ دا ایران و چې په همدې حالت کې مذاکراتو ته حاضر شو. هغوی نور پای ته رسېدلي دي.»

نوموړي د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌لیک د پلي کېدو ۶۰ ورځنۍ مودې ته په اشارې ویلي چې امریکا به دغه موده تر پایه تعقیب کړي او د هوکړې د عملي کېدو بهیر به وڅاري.

د امریکا ولسمشر همدارنګه ټینګار کړی چې ایران ته به هېڅ ډول مالي مرسته ورنه کړل شي.

د هغه په وینا: «هغوی ته به هېڅ پیسې ورنه کړل شي، حتی لس سنټه هم نه.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here