ځايي سرچینو راپور ورکړی چې ناپېژاندو وسلهوالو د خیبر پښتونخوا ایالت د دیر علیا په سیمه کې د پاکستان د پولیسو او سرحدي ځواکونو پر یوې ګډې امنیتي پوستې برید کړی دی.
د سرچینو په وینا، په دغه برید کې د پاکستان د پولیسو یو افسر، عمران خان، وژل شوی او د سرحدي ځواکونو دوه غړي، مدثر او حضرت علي، ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی، او د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکو هم د پېښې په اړه څرګندونې نه دي کړې.
دا برید په داسې حال کې شوی چې په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو میاشتو کې پر امنیتي ځواکونو د وسلهوالو بریدونو لړۍ زیاته شوې او هره ورځ په بېلابېلو سيمو کې ګڼ بريدونه ترسره کېږي.

